عاجل خبرونه

د کندهار والي: ازاد بازار اقتصاد ته زیان رسولی

(Last Updated On: April 25, 2016)

vlcsnap-2016-04-25-18h57m17s208

د کندهار والي وايي چې آزاد بازار د هېواد بازار له ستونزو سره مخ کړی دی. هغه زياتوي چې له يوى خوا نا امنۍ اوله بلې خوا ازاد بازا ددې لامل شوى دى چې دخلکو پر بوختياوو منفي اغېز وکړي.

هغه له مرکزي حکومت څخه غواړي چي د ازاد بازار معيارونو ته پوره پاملرنه وكړي. د کندهار والي وايي په هېواد کې ناامني، د قانون نه پلي کېدل او سیاسي کړکېچونو سوداګر اړ کړي چې له سوداګرۍ څخه لاس په سر شي او خپله پانګونه په نورو هېوادونو کې وکړي.

والي دغه څرګندوني په هغه غونډه کي وکړې چېسوداګرو ته د قانونې لارو چارو د ښودلو په موخه د کتاب دچاپ دپرانيستېله پاره مراسم نيول شوي وو.

والي همايون عزيزي وويل: “تېر کلونه په کندهار ولایت کې د کرنېپه برخه کې هېڅ اساسي بنسټیز کارونه نه دي شوي او په میلونونو ډالره پیسې بې ځایه په رونيزو ورکشاپونو لګول شوې دي چې د منظم بازار د نشتوالي له امله یې هم کروندګر زيانمن کړي دي او هم يې سوداګرله ستونزو سره مخ کړي دي.”

له بلې خوا د کندهار ملي سوداګرو په خصوصي سکتور کې د شته ستونزو او ملي سوداګرو ته د قانوني لارو چارو د ښودلو په هدف چاپ شوی کتاب ګټور یاد کړ او وایي چې له دې وروسته به په کتاب کې ياد شوی اقتصادي قانون عملي کړي.

د یادوني وړ ده چې دغه کتاب د سيایپ ادارې له خوا چاپ شوی او دغه اداره د افغانستان ترڅنګ د نړی په اتیا ملکونو کې د خصوصي سکتور د پياوړي کولو او د دوی غږ تر دولت پورې د رسولو دنده لري.

خبريال: بريالی رحيمي

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تاوتریخوالي د کمښت طرحې ځنې برخې په ډاګه شوې

(Last Updated On: February 20, 2020) له آریانانیوز سره ځینو سرچینو د تاوتریخوالي د کمې …