عاجل خبرونه

د کندهارپه ارغنداب کي د ۳ میليون افغانیو پر لگښت د يوه پله د جوړېدو کارپيل شو

(Last Updated On: January 9, 2016)

vlcsnap-2016-01-09-15h40m25s102د کندهار مرستیال والي وایي،په دي ولسوالى کي پر څه باندي ٦٤ لويو او وړو پروژو كار روان دى،چي يوه يي هم د ارغنداب ولسوالۍ د پله جوړيدل دي.

د دوی په وینا؛ دغه پل په مصرآباد نومې سيمه کي جوړيږي.

د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي ددغه پل دپرانيستنى پرمهال وويل؛ دغه پل ۲۲ متره اوږدوالی او ٦ متره سور لري،چې دکليو اوپراختيا درياست د ملي پیوستون له خوا د دري ميليون افغانيو پرلگښت جوړيږي.

د ارغنداب ولسوال شاه محمد احمدي وايي؛ د دغه پل د جوړیدو کار د دي سيمي د خلکو په غوښتنه پيل شو، چي دراتلونکیو شپږ مياشتو په موده کي به يې چاري ببشپړي شي.

 

په كندهار كې محلي چارواكي وايي؛ په ځينو سيمو كې د امنيتي ستونزو له کبله نه شي کولى، چي پرمختيايي کارونه عملي كړي.

 

خبریال: بریالی رحیمي.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کندوز ۱۸ پاڅونوالو او پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: October 22, 2019)د کندوز د ولایتي شورا مرستیال ویلي، چې د دې …