د کندز خان آباد ولسوالي له وسلوالو طالبانو بېرته ونیول شوه

(Last Updated On: اګست 21, 2016)

vlcsnap-2016-08-21-08h07m14s135

د کندوز سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت خان آباد ولسوالي له وسلوالو طالبانو بېر ته نیول شوې ده.

د خان آباد ولسوال حیات الله امیري وایي، چې دغه ولسوالي د تخار ولایت د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتوکې تېر ماښام اووه بجې ونیول شوه.

امیري زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې وسلوالو طالبانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده؛ خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

امیري دا هم په ډاګه کړه، چې د خان آباد ولسوالۍ په خواوشا سیمو کې له وسلوالو طالبانو سره سخته جګړه روانه ده.

د ده په وینا؛ دغه عملیات به د طالبانو تر بشپړې ماتې روان وي.

له هلمند را وروسته په دې شپو او ورځو کې کندز هم جنګي بڼه نیولې او د شنبې په سهار خان آباد ولسوالۍ د طالبانو لاسونو ته کیوته.

دا سیمه د کندز- تخار پر لویه لار پرته ده.

کندز ښار تېر کال تر یوې سختې جګړې وروسته د څو ورځو له پاره د طالبانو لاسونو ته ولویده او اوس یې هم اوسیدونکي  پر امنیتي وضعیت ډېر اندېښمن ښکاري. 

About Ariana News

Check Also

وسلوال مخالفان د پرمختګونو مخه نشي نیولی- ولسمشر غني

(Last Updated On: مارچ 24, 2019)ښاغلي غني په هغه ناسته کې، چې وحید عمر یې …