د کمزورې رهبرۍ له کبله افغان سرتېري له طالبانو سره یو ځای شوي- چارلی کلیفلند

(Last Updated On: October 13, 2016 11:30 am)

vlcsnap-2016-10-13-11h18m53s252

وروسته له هغې، چې له طالبانو سره د ځينو افغان سرتېرو د یو ځای کیدو راپورونه خپاره شول؛ د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندانۍ د افغان ځواکونو  کمزورې رهبري د دغې ستونزې اصلي علت بولي.

د  پریکنده ملاتړ د ماموریت د  عامه اړیکو د څانګې مرستیال جنرال چارلي کلیفلند په ډاګه کړې، چې له طالبانو سره په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان سرتېرو د یو ځای کیدو موارد توپیر کوي؛ خو کوم مورد، چې مونږ پرې تمرکز کوو او له افغان سیالانو سره مو پرې خبرې کړي، رهبري ده. مونږ وموندله، چې که په ځواکونو کې د کنډک یا له دې ټیټه کچه کې رهبري کمزورې وي، نه شي کولی خپلو سرتېرو ته مهمات، لوژیستیک او خوراکي توکي برابر کړي. روښانه ده؛ هغه سرتېري له ځان پوښتي، چې ولې دغه کس ته جنګیږي.

 دغه امریکایي جنرال وایي؛ مونږ په جګړو کې له ځانګړیو ځواکونو څخه په ډېره استفاده اندېښمن یو. د ننګونې په را منځته کییدو، ځانګړي ځواکونه ګمارل کیږي، چې دفاع وکړي، حمله دفع کړي یا یو ځای ونیسي. مونږ پر څه، چې ډېر تمرکز کوو؛ دا دي، چې د افغان ځواکونو مهارتونه لوړ شي او د ځانګړیو ځواکونو زدکړې او تجربې عادي ځواکونو ته انتقال شي.

نوموړی د افغانستان د جګړې وروستۍ حل لار پخلاینه بولي او وایي:وروستۍ حل لار د خبرو له لارې پخلاینه ده، چې ټول لوري را ټول شي. د ناتو په اډانه کې موخه د امکان تر حده د افغان امنیتي بنسټونو پیاوړتیا ده د زدکړو، سلا مشورو او مرستې له لارې، چې طالبان  بالاخره درک کړي، چې هغوي بریا ته نه شي رسیدلی او د افغانانو په مشرۍ یوې پخلاینې ته غاړه کیدي.

دغه امریکایي جنرال وایي، طالبانو پر کندوز ښار د برید په لومړۍ شپه ومونده، چې بریا نه شي ګټلی ؛ نو، ځکه یې په دې تمرکز وکړ، چې جګړه اوږده او پر خلکو او دولت فشار راوړي.

د هغه په اند، تېرو اته څلویښت ساعتونو کې د کندوز وضعیت ښه شوی دی.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …