عاجل خبرونه

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د محصولاتو لپاره مناسب بازار نه لري

(Last Updated On: جولای 27, 2015)

vlcsnap-2015-07-27-18h43m20s8

د کرنې او مالدارۍ وزارت په هیواد کې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي یادونه کوي، خو زیاتوي چې د محصولاتو د پلور لپاره مناسب بازار نشته.

د دغه وزارت مسولین وايي چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د محصولاتو لپاره د مارکیت جوړولو په برخه کې د کرنې وزارت د قناعت وړ کار نه دی کړی.

دوی په دې برخه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت څخه د زیاتې همکارۍ تمه لري.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د نشراتو رییس – لطف الله راشد:

موږ سروې نلرو، د نورو هیوادونو په بازارونو کې د دوی اړیکې ښيي چې د دوی محصولات مناسب بازار نلري، چې دا حالت مونږ ته د قناعت وړ نه دی.

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دا خبره ردوي او وایي چې دوی د محصولاتو لپاره بازارونه رامنځته کړي؛ خو د ښه محصول د نه درلودلو په دلیل دوی نشي کولای سم بازار وچلوي او له کرنې او مالدارۍ وزارته غواړي چې دوی له کمیت څخه په کیفیت ډیر کار وکړي.

vlcsnap-2015-07-27-18h43m33s169

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاندمسافر قوقندي:

موږ بازار برابر کړی دی، هیله ده چې د کرنې وزارت د محصولاتو کیفیت ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان زیاتره میوې د منظم بازار د نشتوالي او د ټیټ کیفیت له کبله ښه پلور نلري او بزګرانو په دې برخه کې زیانمن کیږي.

خبریال: . نبیله حفیظي

About Ariana News

Check Also

په زابل کې بندي طالب پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) چارواکو څرګنده کړې، چې د زابل ولایت په شهرصفا …