عاجل خبرونه

د کرني او مالدارۍ وزارت ۶۷ کانالونه رغوي-رستمي

(Last Updated On: April 7, 2016)

کانالونه

د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي؛ په روان کال کې به د کرني او مالدارۍ وزارت ۶۷ کانالونه، چي د کورنیو جګړو او بېلابېلو ستونزو له کبله خراب شوي د دغه وزارت لخوا  رغول کیږي.

دغه وزارت وايي، چې پر دغو کانالو نو ۱،۳ میلیارد افغانۍ مالي لګښت راځي او د روان مالي کال تر پایه به ګټي اخستني ته وسپارل شي او ترڅنګ يي په لس ګونه کانالونه نور هم تر لاس لاندي وي.

د کلیو پراختیا وزارت ویاند علی رستمي وایي، د دغو کانالونو په جوړیدو به په لوګر، کابل او پروان ولایتو نو کې ۳۵۰ هکتاره جریبه ځمکه خړوبه شي. هڅه مو دا ده، چي په هیواد کي کرنیز سکتور تقویه شي.

ښاغلی رستمي زیاتوي، په تېرو د یارلس کلونو کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۹۷۲ پروژې د کرني او اوبو لګولو په برخه کې پلی شوي، چې ویالي، بندونه، سربندونه او کوچني کانالونه په کې شامل دي.

د هغه په وینا؛ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کي له ۱۹ زیاتي پروژي پلي شوي او نږدي ۳۶۹ میلیون دالر مالي لګښت پرې راغلی، چي پیسي يي د نړیوالو مرستندویانو له خوا ورکول شوي.

د کلیو پراختیا وزارت په روان کال کي ډېره پاملزنه کرنیزو پروژو او زراعتی محصولاتو ته راړولې ده .دوی توانیدلي، چې یونیم میلیون هکتاره ځمکه هم خړوبه کړي.

خبریال: اسلم حجاب.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د ایران سفارت خپل کونسلي چارې ودرول

(Last Updated On: February 24, 2020) په کابل کې د ایران سفارت نن د کب …