عاجل خبرونه

د کاسا زر پروژې کار به په تاجکستان پرانستل شي

(Last Updated On: مارچ 24, 2016)

vlcsnap-2016-03-24-14h06m32s52په کاسا زر پروژه کې د قزاقستان او تاجکستان زر میګاواټه برښنا پاکستان ته لیږدول کیږي؛ خو درې سوه میګاواټه د افغانستان هغو سیمو ته ورکول کیږي، چې پاکستان ته د برښنا د انتقال له پاره په کې ستنې دریږي.

د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولین وایی، د پروژې عملي کار به د مې په میاشت کې له تاجکستان څخه پیل شي.

د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند عبدالبصیر عزیزي وایي، افغانستان به هرکال له دې پروژې څه باندې دوه سوه میلیون دالر عاید تر لاسه کوي.

اقتصادي کارپوهان هم دا پروژه افغانستان ته ډېره مهمه بولي، چې په وینا یې د عوایدو تر څنګ به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه استاد مسعود وایي،د کاسا زر پروژې لګښت له یو میلیارد دالرو څخه ډېر اټکل شوی، چې ۲۰۸ میلیون یې یوازې مالیه کیږي.

د دغې پروژې د لیږد مزي به د کندز، بغلان، پنجشیر، کابل، لغمان او ننګرهار له لارې پاکستان ته وغزول شي.

دا پروژه چې هر څومره ژر پیل شي، هومره مو د هېواد له پاره له اقتصادي پلوه اړینه ده. په دې سره به مو حکومت تشویق شي، چې د برښنا له واردونکي هېواد څخه د ترانزیت په عوایدو د برښنا تولیدي بندونه جوړ کړي.

د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني به تاجکستان ته سفر وکړي او له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره به د کاسا زر پروژې کار پرانستل شي.

خبریال: اسلم حجاب.

 

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …