عاجل خبرونه

د کابل ښار د لومړۍ حوزې د مسوولینو دندې وځنډیدې

(Last Updated On: April 21, 2016)

vlcsnap-2016-04-21-10h31m33s114

د کابل ښار د لومړۍ حوزې د آمر او څو نورو مسوولینو دندې د سې شنبې د برید په تړاو وځنډیدې.

 د کورنیو چارو وزارت په  خبرپاڼه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد په امر د لومړۍ حوزې د آمر تر څنګ د دغې حوزې د جنایی جرمونو په وړاندې د مبارزې د مدیر، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د مدیر، د سیمه ییز شرید د کنترول آمر او د ساحوي ټولي د قومندان دندې ځنډول شوي دي.

سرچینه وایي، د پولیسو لویې قومندانۍ ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه څېړنه وکړي.

امنیتي چارواکو د دغه برید پړه پر پاکستان اچولې؛ خو طالبان وایي، چې دا برید دوی کړی.

د یادونې وړ ده ، چې دا ډله ییز برید په کابل کې د لوړو پوړیو چارواکو د ساتنې پر ریاست د سې شنبې د سهار په ۹ بجو رامنځته شوی؛ چې په کې څلور شپېته کسان وژل شوي او درې سوه اووه څلوېښت نور  ټپیان دي. 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي

(Last Updated On: February 23, 2020)  د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست په ډاګه …