عاجل خبرونه

د کابل د حلقوي سړک طرحه وړاندې شوه

(Last Updated On: اګست 16, 2015)

ghani

ولسمشر اشرف غني د کابل د حلقوي سړک طرحه د پلي کیدو وړ او جوړیدل یې یوهمهمه  اقتصادي پرېکړه گڼلې او د کابل ښه اقتصادي راتلونکی یې له دغه سړک سره تړلی بللى دى.

د ولسمشرۍ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې اشرف غني دغه خبري په هغه غونډه کې کړي، چې تېره ورځ د ولسمشرۍ په مانۍ کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د ښار جوړولو چارو، د فواید عامې او ترانسپورت وزیرانو، د کابل ښاروالۍ سرپرست، د کابل گارنیزیون قوماندان، د ملي امنیت پخواني ريیس امر الله صالح او یو شمېر نورو فني او مسلکي لوړپوړیو دولتي چارواکو گډون کړی و.

 سرچينې په ډاگه کړې، چېد فواید عامې وزیر د کابل د حلقوي سړک د جوړیدو په اړه د دغه وزارت طرحه غونډې ته وړاندې کړه او وړاندیز یيوکړ، چې د دغې طرحې د پلي کیدو لپاره دې د کابل ښاروالۍ د ځمکو د ادارې، د فواید عامې او ښار جوړولو چارو د وزارتونو یوه گډه تخنیکي کاري ډله وټاکل شي.

About Ariana News

Check Also

په فاریاب ولایت کې ۲۶ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: فبروري 18, 2019) د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له امنیتي …