عاجل خبرونه

د کابل بانک ستونزه نه ده حل شوې – بهروز

(Last Updated On: اپریل 26, 2015)

vlcsnap-2015-04-26-18h05m55s251

د کابل بانک ستونزه لا هم نه ده حل شوی او نوی کابل بانک په خپلو کارونو کې له ګټې پرته فعالیت لري.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه خپلواکه کمیټه د دغه مطلب په څرګندولو سره وایی، د کابل بانک قضیې ته رسیدګي د نه منلو ده او په دې تړاو ضد او نقیض خبرې کیږي.

د دغې کمیټې مشر راشد بهروز زیاتوي چې د قضا او محاکمو په ګډون د ځینو دولتي بنسټونو نه همکاري د دې سبب شوې چې دغه بهیر په هېواد کې په پڅ ډول پر مخ ولاړ شي.

دې ادارې په خپل شپږ میاشتني راپور کې ویلي، د کابل بانک قضیه ډیره ورو پر مخ ځي او نوی کابل بانک پرته له دې چې ګټه وکړي، فعالیت کوي.

دغه کمیټه له حکومت غواړي چې هغه چارواکي تعقیب کړي چې اداري فساد کې پر ښکیلتیا تورن دي.

په دې راپور کې همدا راز راغلي چې که څه هم له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي یووالي د حکومت مشرانو ټینګه ژمنه کړې، خو د محاکمو په ګډون ځینې دولتي ادارې په دې برخه کې ډیرې بې غوره دي.

خبربال: رفیع صدیقي

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …