عاجل خبرونه

د کابلبانک یو شمېر پوروړي د حسابونو د تصفیې لپاره حاضر شول

(Last Updated On: July 22, 2015 7:41 pm)

vlcsnap-2015-07-22-19h28m47s88

په دې وروستیو کی د کابل بانک لس سهم لرونکو او پوروړو د خپلوو پورونو د ورکړې داسې سند لاسلیک کړی چی پر بنسټ یې له یو کاله تر اوو کلونو پورې خپل پورونه د قسط په ډول ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې ۱۵۵ پوروړي چی د خپلو پورونو د ورکړې له کبله ممنوع الخروج اعلام شوي؛ تر اوسه له دې جملې څخه لږ شمیر لوی څارنوالۍ ته حاضر شوي.

لویه څارنوالي وايي چې دوی د کابل بانک د تصفیې د پخواني مدیر او د هغه مرستیال دوسیه هم محکمې ته استولې ده.

د لوی څارنوالۍ ویاند – بصیر عزیزي:

“تر اوسه د کابلبانک د 155 پوروړو له ډلې یو لږ شمېر یې موږ ته راغلي او یو زیات شمېر یې تر اوسه موږ ته مراجعه نه ده کړې او موږ په تمه یو چې دوی مراجعه وکړي تر څو څارنوالي له قانون سره سم د دوی دوسیې پرمخ بوزي.

څه موده وړاندی د کابل بانکد تصفیه پخواني مدیر او مرستیال،د دی بانک له یو پوروړی څخه د سل زره امریکا یی ډالروپه تور  ونیول شول.

لوی څارنوالی د دوی دوسیه څیړلی او محکمی ته استولي:

د تصفیې د مدیریت دوه تنه کارکوونکي چې د یو لک ډالر بډو اخستو له امله د امنیتي کسانو له خوا نیول شوي وو او د څېړنو له پاره څارنوالۍ ته پیژندل شوي؛ له دوی څخه څېړنې بشپړې شوي او تېره اوونۍ د دوی دوسیه لومړۍ محکمې ته وليږل شوه.

د ولسی جرګی یوشمیر غړي د کابل بانک قضیه ناکامه بولي؛ ځکه په دې باور دي چې حکومت د دې توان نلري چې د کابل بانک ټولې غلا شوې پیسې بیرته راټولې کړي.

vlcsnap-2015-07-22-19h28m21s77

د ولسي جرګې غړې – حبیبه دانش:

حتی د کابل بانک ځینو پوروړو بیخې انکار کړی او ویلي یې دي چې موږ خپلې پیسې ورکړي او یا بیخي پوروړي نه یو. دا قضیه په بشپړه توګه سیاسي وه، یو اړخیز او له انصاف لرې قضاوت شوی؛ نو له همدې امله ویلی شم چې دا داسې یوه قضیه نه وه چې حکومت دې پکې بریالی شوی وي.

vlcsnap-2015-07-22-19h28m04s134

په ولسي جرګه کی د فراه ولایت غړی – سمیع صمیم:

ولسمشر او د حکومت اجراییه رییس د کابلبانک د قضې د تورنو په نیولو او له پوروړو څخه چې د دوی سیاسي شریکان دي، د پورونو په بيرته اخستو کې ناتوان دی.

ولسمشر د خپل کار په لومړیو ورځو کی د فساد په وړاندی د مبارزی په برخه کی دکابل بانک قضیه پرانستله، چی د دې قضيی له پرانستلو وروسته دولت وتوانید دوه سوه اوه نوي میلیون ډالره د دی پوروړو د جایدادونو له خرڅلاو څخه ترلاسه کړي او د دې بانک د نهه سوه اوه اتیا میلیون ډالرو غلا شویو پیسو له جملې څخه څلور سوه اوه دیرش اعشاریه اوه میلیون ډالره ترلاسه شوي.

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …