د ښځینه وو او نرینه وو ناسم چلند د ماشومانو روحیه زیانمنه کړې- رولا غني

(Last Updated On: March 7, 2016)

vlcsnap-2016-03-07-09h24m24s41د یکشنبې په ورځ دمارچ د اتمې د نمانځلو له پاره د جلال آباد په شاهي ماڼۍ کې ګڼې ښځې، چې د هېواد لومړۍ میرمن رولا غني هم په کې وه راټولې شوې.

د ننګرهار والي وویل، دغلته له پېنځه زره ډېرې ښځې په ادارو کې دندې ترسره کوي او زرګونه نورې پر بېلا بېلو زدکړو اخته دي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په وینا؛ اوس هم د ښځو اړوند ډېرې ستونزې شته، چې حکومت یې باید د حل له پاره چټک ګامونه پورته کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني میرمن رولا غني وویل، د یو شمېر ښځینه ووو او نرینه وو ترمنځ ناسم چلند په ماشومانوکې د تاوتریخوالي روحیه زیاته کړې.

هغې ویلي، د ښځو د زدکړې او د ندو له پاره او د هغوی پر وړاندې د ناسمو دودونو پرضد به ګړندۍ  مبارزه وکړي.

په غونډه کې د ننګرهار د ښځو چارو رییسې انیسه عمراني وویل؛ که څه هم د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شوې، خو ګڼې ستونزې اوس هم په مخکې پرتې دي.

مدني فعاله مریم ساپۍ دا ډول غونډې نمایشی بولي او وايي، له یوې خوا د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې د ښځو د حقونو چغي وهل کیدې؛ خو بلخوا د همدې غونډې له پاره د ښار ټولې لارې تړل شوې وې، چې د نرینه وو ترڅنګ ناروغه ښځو ته یې غټ سرخوږی جوړ کړی و.

مدني فعاله مروآ احدي وايي، ډېروښځو د لارو د بندیدو له کبله خپل زیږون تر روغتونه نه دی رسولی.

د طالبانو د نظام له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د ښځو د حقونو چغو زور واخست او میلیونونه  دالر  په کې ولګیدل ؛ خواوس هم ډېر نه پوهیږي، چې په افغان ټولنه کې د ښځو حقونه څه دي ، چې تر اوسه نه دي ورکړشوي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د ایران سفارت خپل کونسلي چارې ودرول

(Last Updated On: February 24, 2020) په کابل کې د ایران سفارت نن د کب …