عاجل خبرونه

د ښځو چارو وزارت د ښځو د لاسي صنایعو یو نندارتون پرانیست

(Last Updated On: مارچ 4, 2015)

vlcsnap-2015-03-04-16h00m17s129

د ښځو چارو وزارت د ښځو د لاسي صنایعو یو نندارتون پرانیستچې لسګونو ښځو خپلې لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې.

یو شمېر میرمنو چې دغه نندارتون کې خپل لاسي صنایع ایښي، له دولت غواړي چې ترې ملاتړ وکړي.

د ښځو چارو وزارت د افغان صنعت کارو میرمنو د تولیداتو پلور ته د بازار نه شتون یوه مهمه ستونزه بولي.

دغه درې ورځنی نندارتون د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ جوړ شو.

د ښځو چارو وزارت د افغان صنعت کارو میرمنو کاري وړتیاوې ښې بولي؛ خو په دې اړه د ستونزو یادونه کوي:

د ښځو چارو وزارت مرستیاله سیدمژګان مصطفوي:        

موږ هڅه کوو چې د ښار په یوه برخه کي د سوداګرو میرمنو د تولیداتو د پلور لپاره یو مشخص ځای پیدا کړو څو له دې وروسته صنعتکارې میرمنې خپل صنایع په یوه مشخص ځای کې وپلوري؛ ځکه د میرمنو له پاره د بازار نه شتوه یوه ستره ستونزه ده.

له دغه نندارتون لیدونکي کسان وایي، د دغه راز ننداتونونو جوړېدل کولای شي چې د ښځو د فعالیت پراختیا ته زمینه برابره کړي.

دغه نندارتون کې د ښځو لاسي صنایع، د سینګار لوازم، افغاني جامې، خامکونه او نور لوازم نندارې ته ایښودل شوي دي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

سولې ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې لږ پرمختګ شوی- پنتاګون

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) د امریکا دفاع وزارت په خپلو تازه څېړنو کې …