د ښځو چارو وزارت د سترې محکمې په مرسته د نکاح خط ويشلو پروگرام پیل کړ

(Last Updated On: جنوري 30, 2016)

vlcsnap-2016-01-30-15h27m15s112په افغانستان کې ډېري وگړي د رسمی نکاح خط پرته د نکاح مراسم پر ځاي کوي، چې بیا وروسته د نورو ستونزو تر څنگ ډېرېښځېله خپلو شرعي حقوقو بېبرخې کیږي.

د ښځو چارو وزارت ددغو ستونزو د اوارولو په موخه د سترېمحکمېپه همکارۍ ښځو ته د نکاح خط د وېشلو لړۍ پیل کړې ده.

د ښځو چارو وزیرهدلبر نظري وایي؛ مونږ د ښځو پهوړاندېد تاوتریخوالي د مخنیوی له پاره بل گام هم پورته کړ،چې د شرعي نکاخ خط ثبت او راجستر دي.

د هغې په وینا؛ له دي سره به ښځي له خپل میراث څخه هم نه بېبرخیی کیږي.

ستره محکمه د زوجینو ترمنځ د شرعې نکاح خط لرل ډېر مهم او گټور بولي او وايي، چې ښځي کولی شي، چې اسلام ورکړی حق په پام کې ونیسي اوترې بې برخې نه شي.

د سترې محکمې د اسنادو او وثایقو د ثبت رییس صدیق الله حقیق وایي؛ هغه خور،چې پوزه يېپرېشوې، پیغمبر ۱۴سوه کاله وړاندي ویلي وه،چې د ښځو د حقوقو په اړه له الله پاکهوډار شئ. ښځه هغه څوک ده،چې پریو لاس زانگو زنگوي او پر بل لاس نړۍ.

اجباری ودونه، بدل، په بدو کې د نجونو ورکړه او په کم عمر کې ودونه د تاوتریخوالی مهم لاملونه بلل شوي، چې له کبله یې ښځې له راز راز ستونزو او تاوتریخوالی سره مخ کیږی. ان، چېپه یو لړ مواردو کې یې د بدن غړي پرېکیږياو صحرای حکمهم پرې ترسرهکیږي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي.

 

About Ariana News

Check Also

پاکستان د ترمپ د څرګندونو په وړاندې تند غبرګون ښکاره کړی

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د …