عاجل خبرونه

د ښار جوړونې د شپږو چارواکو د فساد دوسې ورستۍ کیږي

(Last Updated On: جولای 21, 2015)

vlcsnap-2015-07-21-19h43m17s9

وروسته له هغه چی د ښار جوړونې وزارت شپږ ریسان د فساد په تور تورن شول؛ د دوی دوسې لوی څارنوالۍ ته وسپارل شوې ترڅو دی دا موضوع جدی او هر اړخیز وڅیړل شي.

اوس د ښار جوړونی وزارت مرستیال حامد جلیل وایي چی د دې دوسې په تړاو ټول اوراق او اسناد څیړنیز هیت ته په ګوته کړي تر څو د دغو شپږو کسانو دوسیو ته په شفاف ډول رسیدګي وشي.

ښاغلی جلیل ټینګار کوي چی هغه کسان چی د اپارتمانونو اخیستلو لپاره یې پیسې ورکړي؛ د دوی پیسې مخفوظې دي او د دې اپارتمانونو ویش به په شفاف ډول تر سره شي.

په همدی حال کی د لوی څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر غزیزی وایي؛ د ښار جوړونې د شپږو ریسانو د فساد دوسې کار دوام لري.

د ښار جوړونی چاروالي ټینګار کوي چې د دې شپږو ریسانو اداري فساد پدې وزارت کی د دې په معنی ندی چی د ښار جوړونې ټول کارکونکي تر پوښتنې لاندې لاړ شي.

اوس مهال د ښارګوتو د جوړولو کار په کابل کی جریان لري ترڅو خلک په اسانۍ کورونه ته لاس رسی و مومي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …