عاجل خبرونه

د ښاري خدمتونو په نوم پېسې بايد د كابل او ولايتونو په دروازو كې واخيستل شي

(Last Updated On: March 3, 2013)

كابل ښاروال وايي، چې په ګمركونو كې د صفر عشاريه پنځه ويشت په سلو كې د ښاري خدمتونو په نوم په ناقانونه توګه پېسي اخيستل كېږي. كابل ښاروال زياتوي، چې دا پېسې بايد د كابل او ولايتونو په دروازو كې واخيستل شي.

وزيرانو شورا د كابل او ولايتونو په دروازو كې د ښاري خدمتونو په نوم د تجارتي مالونو څخه د محصول د نه اخيستنې پرېكړه بېرته اخيستې ده.

د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي رئيس قربان حقجو وايي:

له يوې اوونۍ راهيسې يو ځل بيا له شفافيت پرته د كابل او ولايتونو په دروازو كې د ښاري خدمتونو په نوم محصول اخيستل كېږي.

همدارنګه كابل ښاروال محمد يونس نو اندېش وايي:

د ښاري خدمتونو په نوم د محصول راټولولو په هدف د وزيرانو شورا وروستۍ پرېكړه قانوني ده.

د هغه په وېنا د ښاري محصولاتو يوولسمه ماده وايي، چې كابل ښاروالي په خپله او يا هم د قراردادي په وسيله د ښاري خدمتونو محصول راټولوى شي.

د كابل ښاروال په وېنا له هغو مالونو څخه، چې د ښاري خدمتونو په نوم په ګمركونو كې پېسې اخيستل كېږي نو د كابل او ولايتونو په دروازو كې دوهم ځلي ترې پېسې نه اخيستل كېږي.

د هغه په وېنا د قانون تر بدلون پورې دوى د ښاري خدمتونو په نوم د محصول ټولولو ته له معمول سره سم دوام وركړي.

About Ariana News

Check Also

تازه سیلابونو د هېواد په ګڼو سیمو کې ۵۰۰ کورونه نړولي

(Last Updated On: April 16, 2019)لومړنۍ څرګندونې ښيي، چې په تازه سیلابونو کې د هېواد …