د چین ولسمشر شي جین پینګ د ترمپ د لیدلو هیله من شوی

(Last Updated On: مارچ 31, 2017)

vlcsnap-2017-03-31-14h32m52s235

چینايي چارواکو ویلي، د دغه هېواد ولسمشر شي جین پینګ راتلونکې اوونۍ د امریکا متحده ایالتونو ته سفر کوي او له خپل امریکايي سیال سره به وګوري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانګ په ډاګه کړې، چې ولسمشر شي به د اپریل پر شپږمه او اوومه له ترمپ سره وګوري.

د نړۍ د دوه سترو اقتصادي قدرتونو دا مشران په داسې حال کې سره ګوري، چې اړیکې یې د امریکا متحده ایالتونو له ټاکنو راهیسې په نامعلوم وضعیت کې دي.

دونالد ترمپ د ټاکنو پر مهال بیجینګ د غیر عادلانه تجارتي پالیسیو او د چین په سمندرګي کې د تأسیساتو د جوړولو په خاطر تورن کړی و.

چین هم په سویلي کوریا کې د میزایل ضد سیسټم د نصب په خاطر د امریکا پرېکړه تر نیوکې لاندې نیولې وه.

About Ariana News

Check Also

امریکا دې د فرانسې په سیاسي مسلو کې لاسوهنه نکوي- فرانسه

(Last Updated On: دسمبر 10, 2018) د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان …