د چین په شینجیانګ کې د ښځینه و پرحجاب او اوږدې ږیرې بندیز ولګیده

(Last Updated On: اپریل 1, 2017)

vlcsnap-2017-04-01-13h10m27s226

د چین د شینجیانګ ځایي چارواکو د افراطې اسلام پر وړاندې د مبارزی لپاره یو شمېر قوانین تصویب کړې، چې له مخې یې، په ځانګړي توګه د نوموړې سیمې اوسیدونکیو ته به د اوږدې ږیرې لرلو، ښځو ته د حجاب اغوستلو او په بشپړه توګه د مخ پټولو اجازه ور نکړي.

اړوند قوانین د سیمې د خلکو د استازیو له خوا د مارچ پر ٢٩تصویب شوې او له نن څخه به عملې شي. د اوږدې ږیرې او جامو پر بندیز سربېره، په عامه ځایونو کې به د مسلمانانو ناسته ولاړه هم څارل کیږي او هغه کسان، چې دولتي تلویزیونې کانالونو نه ګورې، را‌‌‌‌‌‌ډيویې خپرونې نه اوري، عامه توکي او خدمات نه کاروي او د شریعت پر بنسټونو نکاح کوی هم به محاکمه شي.

همدارنګه عامه ښوونځيو ته د خپلو ماشومانو نه  لیږدول، د کورنۍ د جوړولو له قانون څخه سرغړونې، په قصدي توګه د ماشومانو قانوني اسناد له منځه وړل او پر هغوی مذهبي نومونو ایښودل منع شوي دي.

About Ariana News

Check Also

طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي- پمپیو

(Last Updated On: مارچ 19, 2019)د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له طالبانو …