عاجل خبرونه

د څه باندې ۵۰۰۰ کیلو متره اورګاډي پتلۍ جوړولو پلان جوړشوی

(Last Updated On: April 8, 2016)

vlcsnap-2016-04-08-15h28m11s169

د فواید عامې وزارت پلان لري، چې د هېواد په کچه نږدې۵۵۵۵ کیلومتره د اورګاډي پتلۍ جوړه کړي.

د ریل پتلۍ ادارې رییس یما شمس وایي، د دغې پروژې مالي ملاتړ ته د آسیا پرمختیایي بانک ټټر وهلی دی.

د نوموړي وایي؛ باوري یم، چې د اورګاډې پتلۍ د کار پر چټکتیا به هېواد له اقتصادي کړکېچه ووځي.

د ښاغلي شمس د څرګندونې له مخې، ولسمشر غواړي، چې د هرات اورګاډۍ پټلۍ له لارې به دوه ګاونډ هېوادونو ونښلول شي او له ایتالیا سره د ۴۳ کیلو مترو په اوږدوالي د اورګاډی پټلۍ د جوړیدو تړون لاسلیک کړي، چې شپېته میلیون دالر لګښت پرې راځي.

مونږ له ایټالیا سره د شپېته میلیون دالرو په ارزښت  تړون لاسلیک کړ، چې  له مخې به یې  په هرات کې د دري څلویښت کیلو مترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ ورغول شي.

د فواید عامې وزارت مسوولین وایي؛ اړتیا ده، چې په افغانستان کې د اورګاډي د فعالیتونو له پاره پېنځه دهلیزونه جوړ شي، چې لومړی دهیلز به له کندز څخه هرات، دوه یم له هرات څخه تر کندهاره، درېیم له کندهار څخه تر کابله، څلورم له کابل څخه تر کندزه او پېنځم له کابل څخه تر ننګرهاره وغزول شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي

(Last Updated On: February 23, 2020)  د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست په ډاګه …