عاجل خبرونه

د ځینو زورواکانو لخوا د برېښنا د لګښتونو نه ورکړې، د برېښنا شرکت اندېښمن کړی دی

(Last Updated On: سپتمبر 1, 2013)

د افغانستان برېښنا شركت د زورواکانو په ذريعه د برېښنا له غلا كولو اندېښمن دي. دوی وايي، د بريښنا د لګښتونو نه وركړې د دې شركت پر عوايدو باندې ۲۶ په سلو كې اغېز كړى، چې نږدې دېرش ميليون ډالره كېږي.

په همدې حال كې دې شركت له تمې خلاف د ځينو دولتي جګپوړو چارواكو د بريښنا مزي ځكه پرې كړل، چې د دوی په وېنا، برېښنا يي غلا كړې ده.

په افغانستان كې د لګېدونكې برېښنا د پېسو نه وركړه تازه خبره نه ده، خو د برېښنا شركت مسئولين دا ځل په دې برخه كې حېرانونكې څرګندونې كوي.

د برېښنا شركت رئيس وحيدالله توحيدي خبردارى وركوي، چې تر يوې مياشتې پورې كه زورواکان د خپلې لګول شوې برېښنا پېسې ورنكړې، نومونه به يي رسنيو ته افشا شي.

بل خوا يو تورن كس وايي، د برېښنا كاركوونكو ورته د ميټر له ګرځېدو پرته برېښنا وركړې ده.

خو پوښتنه دلته ده، چې آيا د دغو كسانو د كورنو د برېښنا د مزو له پرې كولو وروسته،  چې د لګول شوې برېښنا پېسې یي نه دي وركړي، بيا خپل مزي ونه تړي، دا هغه پوښتنه ده، چې وخت به يي ځواب كړي.

About Ariana News

Check Also

په لوګر کې ۵۰ کورنیو ته د شاتو مچیو صندوقونه ووېشل شول

(Last Updated On: سپتمبر 16, 2018) د لوګر ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په …