عاجل خبرونه

د ځمکني ترانسپورت ملي کمیته رامنځته شوه

(Last Updated On: August 15, 2015)

TRAN

 د ترانسپورت وزارت چارواکې وایي، د عوایدو په راټولولو کې فساد موجود دی؛ ترانسپورتي او دیپلوماتیکې اړیکې لامل شوي، چې د هېوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې رامنځته شي.

د ځمکني ترانسپورت د ملي کمیتې له رامنځته کیدو سره محمدالله بتاش د ترانسپورت وزیر وایي، د سړکونو ترانسپورت وده نه ده کړې او د عوایدو په راټولولو کې هم فساد شتون لري.

په غوره حکومتدارۍ کې د ولسمشر ځانگړی استازی احمد ضیا‌ء وویل، د ښه مدیریت د نشتون له کبله مونږ ونشو کولای د نړیوالې ټولنې له مرستو گټه تر لاسه کړو.

د د ټولگټو چارو وزیر محمود بلیغ یاده کړه، چې، د سړکونو ساتنه کمزورې ده او باید دې ته جدي پاملرنه وشي.

د پروژو بانکې کول، د الکترونیکي دروازو جوړول او د خط سیر د کتابچې رامنځته کول د ترانسپورتي ستونزو د له منځه وړلو لپاره د ترانسپورت وزارت د کړنلارو له جملې څخه ده.

خبریاله: نبیله حفیظي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تاوتریخوالي د کمښت طرحې ځنې برخې په ډاګه شوې

(Last Updated On: February 20, 2020) له آریانانیوز سره ځینو سرچینو د تاوتریخوالي د کمې …