د پیسو د وینځلو په قانون کې تعدیل، د ولسي جرګې له خوا رد شو

(Last Updated On: June 29, 2015 6:04 pm)

vlcsnap-2015-06-29-17h54m49s175

د پیسو د وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شويو عوایدو د مخنیوی په قانون کې تعدیل، د ولسي جرګې په اکثریت رایو سره رد شو.

حکومت ولسي جرګې ته وړاندیږ وکړ تر څو د دغه قانون د څلورمې مادې پنځمه فقره له قانون څخه حذف کړي چې د حکومت دغه وړاندیز په لوی اکثریت سره رد شو.

د دغه مادي پر بنسټ له ۱۳۸۱ کال را په دي خوا هر هغه څوک چې په غیر قانوني توګه پیسې تر لاسه کړي ترقانوني څار لاندې نیول کیږي.

که څه هم دغه قانون توشیح شوی، خو حکومت له ولسي جرګې څخه غوښتي وو چې له دغه قانون د څلورمې مادې پنځمه فقره حذف کړي.

vlcsnap-2015-06-29-17h56m20s33

په ولسي جرګه ګې دکابل استازې شکریه بارکزې:

” د قانون ګذاری پر اساس قانون شاته رجعت نکوي او که تاسو بیا نه غواړي چې دا قانون تطبیق شی نو باید چې یوه قوي پلمه پیدا کړي.”

ولسي جرګه کي د بلخ خککو نماینده محمد عبده:

“که دغه ماده حذف کړو نو د ولسي جرګې غړي د تیرو کلونو چور او تالان شوي شتمنی ته د صحت ورکړي دي.”

ولسي جرګه کي د فراه د خلکو استازی حمیرا ایوبی:                        

یو شمیر کړۍ په حکومت کې شته چې د پیسو د مینځلو له لارې یې لوړ پوړي وداني اخستلي او په کورني او بهرني بانکونو کي پیسي ذخیره کړي دي. که موږ دغه ماده حذف کړو نو د هغوی غیر قانونی کړنو ته مو براعت ورکړي دي.

تر ډیر بحثونو وروسته په ولسي جرګه کې د دغه تعدیل په اړه رايه واخیستل شوه چې په د رایو په اساس د حکومت وړاندیز رد شو.

د پیسو د وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شوي عوایدو د مخنیوی قانون ۸ فصلونه او ۷۰ مادي لري.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …