عاجل خبرونه

د پیر او پلور مناسب ځای نه لرو- صنعتکارې میرمني

(Last Updated On: سپتمبر 26, 2015)

khaza

افغان صنعتکارې میرمنی وايي، د ملي وحدت حکومت په رامنځته کیدو کارونه بیخی په ټپه ولاړ دي.

دوۍ وایي، دواړو مشرانو ژمنې کولې، چې کورنیو تولیداتو او صنعت د پراختیا له پاره به کار وکړي؛ خو نږدي یو کال کیږي، چې د نوي حکومت له را منځته کیدو سره مو ستونزې نورې هم ډېرې شوې.

د صنعتکارو میرمنو مشره نظیفه میرزایی وایي، د نوې اداري له خوا نه یوازې مرسته نه ده شوې، بلکې هغه ستونزې، چې لرو ورڅخه مو د حل غو ښتنې کړي؛ خو حل شوې نه دي. نه پو هیږو، چې څه وکړو.

د نوموړې په وینا؛ اوسنی اداره ډېره خرابه ده.

د سوداگرۍ او صنایعو وزارت وایي؛ د میرمنو ټولۍ ستونزې د پوهیدنې وړ دي. په راتلونکيو سل ورځو کي به د سوداگرو او صنعتکارو میرمنو پر ستونزو بحث او ارزونه ولرو.

د سوداگرۍاو صنایعو وزارت ویاند مسافرقوقندي وایي، مونږه پو هیږو او د سوداگرو او صنعت کارو میرمنو ستونزي هم راته څرگندی شوي؛ غواړو، چي د حل لارې چارې ورته وگورو.

سوداگرې میرمنې وایي، د تېر په پرتله مو پیرودونکی نشته؛ کارونه مو په ټپه ولاړ دی، د دوکانونو دروازی مو د تړل کیدو په حال کې دي.

د دوی په وینا؛ ټول ملک کې جنگ دی؛ زمونږه تو لیدات به څنگه خلک واخلي، دولت باید مونږ ته امنیت تامین کړي، چې سوداگرۍ ته لار اواره شي.

دوی په ډاگه کړه، چې زمونږتو لیدات ښه کیفیت لري؛ خو په مارکیت کي ډېره بهرني تو لیدات دي، دولت باید زمونږملاتړ وکړي.

دغه صنعتکاري میرمني له سوداگرۍ وزارت څخه غواړي، چې دوۍ ته د صنایعو د پلور یو مناسب او ځانگړی ځای په نښه کړي، چې د کورنیو میرمنو تولیداتو او صنایعو ته یو ځانگړی ځای پیدا شي.

خبریال: اسلم حجاب.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …