عاجل خبرونه

د پوځ او کانګریس د مشرانو سفرونه دې افغانستان ته محدود کړای شي-کارتر

(Last Updated On: مې 7, 2016)

vlcsnap-2016-05-07-10h18m24s70

د امریکا دفاع وزارت د کانګریس له غړیو غوښتي، چې د افغانستان د جګړې په نوي فصل کې دېدغه هیواد ته سفرونه محدود کړي.

د یو ایس تودیورځپاڼې د راپور له مخې؛د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکي د جمعې په ورځ وویل،چې د کانګریس له غړیو غوښتل شوي،چې د جګړې په فصل کې که افغانستان ته سفر، ونه کړي پر ځای به یې هیلي کوپترونه د پوځي چارو له پاره وکارول شي.

ورځپاڼه د ناڅرګندو سرچینو په قول وايي؛د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ او دفاع وزیر اشتن کارتر د کانګریس له غړیو وغوښتل،چې افغانستان ته دې،د پوځي چارواکو او د کانګریس مشرانو سفرونه محدود کړای شي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ملي دفاع وزارت تېره ورځ په ډاګه کړه، چې القاعده یو ځل بیا په افغانستان کې د غښتلتیا او د خپلو بریدونو د زیاتېدو هڅه کوي. 

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …