عاجل خبرونه

د پوليسو او خلكو ترمنځ اړيكې به پياوړې او غښتلې شي – رحمن

(Last Updated On: October 9, 2011)

د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال وايي:

د دغو پرگرامونو له لارې به د پوليسو او خلكو ترمنځ رامنځته شوى واټن لږ شي.

د دوى په وينا:

دغه پروگرام  به ډېرژر د UNDP  په مالي مرسته د هېواد په ټولو ولايتونو كې پيل شي.

د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال عبدالرحمن رحمن وايي:

د دغو پروگرامونو په مټ به د ښځينه پوليسو د جلب او جذب چارې هم چټكې شي.

د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال اسلم حجاب په ډاگه كړې، چې :

په كابل كې د كورنيو چارو وزارت او دUNDP لخوا د ټول هېواد د پوليسو د چارواكو او مدني ټولنو استازيو په گډون يو دوه ورځينى وركشاپ پيل شو.

د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال عبدالرحمن رحمن وايي:

په دغه وركشاپ كې به د يوې داسې تگلارې پرجوړولو كار وشي، چې د خلكو او پوليسو ترمنځ د همكارۍ او باور فضا غښتلې كړي.

د ښاغلي رحمان په وينا:

دغه پروگرام يو كال وړاندې د پلازمېنې كابل په اته ولسواليو كې عملي شوى و او مثبتې پايلې يې درلودې.

نوموړى زياتوي:

له همدې لامله په پام كې ده،  چې اوس دغه پروگرام د هېواد په ټولو ولايتونو كې پلى شي.

نوموړى دغه راز د خلكو او پوليسو ترمنځ د نږديوالي په رامنځته كولو كې د اعلاناتو او د جوماتونو د ملا امامانو له لارې د خلكو خبراوى او پوهاوى هم گټور بولي.

د يو شمېرمدني ټولنو استازي هم د خلكو او پوليسو ترمنځ د واټن ليرې كول اړين بولي او ورته پروگرامونه د امنيت راوستو لپاره گټورگڼي.

په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د پرمختيايي پروگرامونو رييس  منوچ بسنيات د ښځينه پوليسو د شمېرزياتوالى ستايي او د دوى شتون د يوې مدني ټولنې اساسي اړتيا گڼي.

په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د پرمختيايي پروگرام رييس منوچ بسنيات زياتوي:

د تېر په پرتله اوس د افغان ښځينه پوليسو په شمېره كې زياتوالى راغلى، چې دا له پوليسو سره په ډېرو برخو كې مرسته كولى شي. په امنيتي چاروكې د ښځو زياتوالى پخپله د امنيت د تامين معنالري.

دغه راز د دې وركشاپ پوليس ميرمنې په ټولنه كې د فرهنگي ستونزو يادونه كوي؛ خو ډاډ وركوي، چې له دې ټولو ستونزو سره سره به د خپلو هېوادوالو خدمت ته دوام وركوي.

د كورنيو چارو وزارت چارواكي وايي، چې:

دغه پروگرام به ډېر ژر دهيواد په ۶۵ ولسواليو كې عملي شي.

چارواكي دغه راز وايي، چې دغه شمېر د بسنې وړنده او دوى د نړيوالې ټولني په مرسته د ښځينه پوليسو پر زياتيدو  نور ټينگار  هم كوي .

About ATN News

Avatar

Check Also

د آسیا پراختیایي بانک له اقتصادي پروژو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: July 19, 2019)د آسیا پراختیايي بانک مسوولینو ډاډ څرګند کړی، چې په …

Leave a Reply

Your email address will not be published.