عاجل خبرونه

د پرمختیایي بودجو د نه مصرف یو لامل په وزارتونو کی د وړتیاو نه شتون دی

(Last Updated On: October 28, 2014)

vlcsnap-2014-10-28-16h48m27s239

د مالیې وزارت وایي؛ هغو وزارتونو او دولتي ادارو چې خپله پرمختیایي بودجه نه ده لګولې، باید ولس او خلکو ته ځواب ورکړي.
د مالیې وزرات ویاند عبدالقادر جیلاني وایي یو شمېر وزارتونه او دولتي ادارې نه دي توانېدلي چی خپلې پرمختیایي بودجې ولګوي. دغه وزارت وایي، چې د پرمختیایی بودجو د نه مصرف یو لامل په وزارتونو کی د وړتیاو نه شتون دی.
په داسی حال کې چې د ۱۳۹۳ مالي کال په وروستي پړاو کې دی:
د فاع وزارت له ۳ ملیارده افغانیو څخه ۱۹ سلنه مصرف کړي.
د کورنیو چارو وزارت له ۱۳ میلیارد افغانیو څخه ۲ سلنه مصرف کړي.
د اوابو او انرژۍ وزارت له یولس میلیارد افغانیو څخه۳۱ سلنه مصرف کړي دي.
د مخابراتو وزارت له دوه میلیارد افغانیو څخه ۴۱ سلنه مصرف کړي.
د لوړو زدکړو وزارت له ۵ میلیارد افغانیو څخه ۲۷ سلنه مصرف کړي.
د کلیو د بیاجوړولو او پراختیا وزارت له ۲۸ میلیارد افغانیو څخه ۵۴ سلنه مصرف کړي دي.
د پوهنی وزارت له ۱۵ میلیارد افغانیو څخه ۳۴ سلنه مصرف کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت له ۱۵ میلیارد افغانیو څخه ۴۰ سلنه مصرف کړي دي.
د فواید عامې وزارت له ۲۴ میلیارد افغانیو ۳۰ سلنه مصرف کړي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت له ۹ میلیارده افغانیو څخه ۴۶ سلنه مصرف کړي دي .
د مالیې وزارت له ۴میلیارد افغانیو څخه ۳۸ سلنه مصرف کړي دي.
د کانونو وزارت له ۱ میلیارد افغانیو څخه ۳۲ سلنه مصرف کړي دي.
د پارلماني چارو وزارت له ۳۹ میلیون افغانیو څخه ۱ سلنه مصرف کړي دي.
او د بهرنیو چارو وزارت له یو میلیارد افغانیو څخه ۴۹ سلنه مصرف کړي دي.
د مالیې وزارت چارواکي وایی په دغو وزارتونو کی یو شمېر کلیدي وزارتونه هم شته چی پرمختیایي بودجه یې دشیکاګو د ناستې په اساس په غیر اختیاري ډول ده چی هغوی هم نه دي توانېدلي چې ټوله بودجه او یا یې ستره برخه ولګوي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په پکتیا کې د افغانستان د صنایعو خونې ولایتي څانګه پرانستل شوه

(Last Updated On: June 25, 2019)په پکتیا ولایت کې د افغانستان د صنایعو خونې اجرائیوي …