عاجل خبرونه

د پخواني ولسمشر نجیب الله انځورونه له خپلو موترو لیرې کړئ- اسماعیل خان

(Last Updated On: اپریل 18, 2016)

vlcsnap-2016-04-18-10h41m48s114

د هرات پخواني والي او جهادي قومندان، اسماعیل خان له خلکوغوښتي، چې پر خپلو موټرو د افغانستان د پخواني ولسمشر داکتر نجیب الله انځورونه ونه ځړوي.

 هغه په دې اړه نور څه ونه ویل؛ خو نجیب الله یې” د ملت قاتل” یاد کړ.

نوموړي وویل زه هغو تکنوکراتانو ته، چې له غربه راغلي وایم: مونږ ته جنګسالار مه وایاست؛  موږ خپل ملت ته د سولې، یوالي او ورورلۍ پیغام ورکړی او خپل ملت یو موټی غواړو.

هغه زیاتوي، یوه خبره کوم؛ هغه دا، چې مونږ خادستان وبخښل او هغوی باید ترې ناوړه ګټه پورته نکړي او د ملت د قاتل نجیب الله، عکسونه دې د خپلو موټرو پر ښېښو نه ځړوي.

د نوموړی دا څرګندونی په ټولینیزو رسنیو کی تر ډېره وغندل شوې.

اسماعیل خان، همدغه راز افغان حکومت د سولې په راوستلو او د خلکو د امنیت په ساتلو کې ناکام وباله او حکومت ته یې دا اخطار هم ورکړ، که په هرات کې جنګ پراخ  شي، هغه به د حکومت له لارښوونې پرته وسله پورته کړي.

About Ariana News

Check Also

د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول

(Last Updated On: دسمبر 13, 2018) له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د …