د پاکستان پوځ په جدي توګه له وسلوالو مخالفینو ملاتړ کوي

(Last Updated On: October 29, 2014)

Bohran

د کړکیچ نړیواله ډله خبرداری ورکوي چې د پاکستان پوځ په جدي توګه له وسلوالو مخالفینو ملاتړ کوي څو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د لېږد بهیر له ګواښ سره مخامخ شي.
دا ډله ټینګار کوي چې څو پورې پاکستان له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې نه کړي او له پوځ څخه د کورني او بهرني سیاست کنترول وانخلي، پاکستان کې سوله نه شي راتلای.
د کړکیچ د نړیوالې ‌ډلې تازه راپور چې په یودېرش پاڼو کې خپور شوی، د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکو کې د کنګلونو په اوبو کېدو ټینکار کوي. په دې راپور کې راغلي چې د پاکستان اوسنۍ بې ثباتي د دې هېواد د کورنیو کړکېچونو زیږنده ده.
د دې راپور موندنې ښیي چې د پاکستان ملکي حکومت درک کړې چې ثبات هغه مهال ټینګیدای شي چې افغانستان کې سوله راغلې وي؛ خو پاکستاني پوځ افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د لېږد د بهیر د ګډوډولو لپاره له وسلوالو مخالفینو ملاتړ کوي.
په راپور کې راغلي؛ په پاکستان کې سوله هغه مهال راتلای شي او له کابل سره ناندرۍ او کړکیچونه کمېدای شي چې له امنیتي ځواکونو د کورني او بهرني سیاست کنترول واخیستل شي.
د کړکېچ د نړیوالې ډلې په راپور کې ویل شوي چې له افغانستان سره د پاکستان د لومړي وزیر د اړیکو د ښه والي هڅې لا هم بې پایلې دي. راپور کې راغلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د رښتینې همکاري فضا هغه مهال برابرېدای شي چې پاکستان په خپل بهرني سیاست بیا کتنه وکړي.
په وروستیو ۱۳ کلونو کې پاکستان د وسلوالو طالبانو د ملاتړ له لارې هڅه کړې چې افغانستان کې د جګړې اور بل وساتي. افغانان باوري دي چې څو پورې پاکستاني پوځ د وسلوالو مخالفینو له ملاتړ لاس وانخلي او د ترهګرو پناه ځایونه او مرکزونه له منځه یونسي، افغانستان کې به د سولې ټینګښت ناشونی وي.

About Ariana News

Check Also

د قطر په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته وځنډېده

(Last Updated On: April 18, 2019)ټاکل شوې وه، چې د پنچشنبې پر ورځ( د وري …