عاجل خبرونه

د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت دریځ د درک وړ دی- آلمان

(Last Updated On: August 13, 2015)

alman

د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانگړې استازې وایي، د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت دریځ د درک وړ دی.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنگ وایي، د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانگړې استازې سابين سپارواسر  دغه خبرې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې دي. ښاغلي غورځنگ زیاته کړه، په دې لیدنه کې د برلین او کابل پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان پر اقتصادي پرمختیا او د امنیت پر ټینگښت هم خبرې وشوې.

دغې آلمانۍ دیپلوماتې ویلي، چې د پاکستان په وړاندې د افغانستان نوی سیاست د درک وړ دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نیکو اړیکو غوښتنه لرم.

ښاغلي اتمر ویلي، چې له گاونډ هېوادونو سره د ښو اړیکو پالل د افغانستان د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه دی.

اتمر زیاته کړې، چې له پاکستان سره د باور وړ اړیکو جوړول د ولسمشر غني د اته ماده ییز لیک په تړاو د پاکستان له اقدام سره تړلی دی.

د ښاغلي اتمر په وینا، افغان دولت به د خپل هېواد او خلکو د ساتنې لپاره له ټولو ملي امکاناتو گټه پورته  کړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د ایران سفارت خپل کونسلي چارې ودرول

(Last Updated On: February 24, 2020) په کابل کې د ایران سفارت نن د کب …