د پاکستان په بلوچستان ایالت کې طالب مشر ملا اختر محمد منصور ټپي شوی

(Last Updated On: December 3, 2015)

vlcsnap-2015-09-16-18h13m18s46

یوه افغان چارواکي او د طالبانو د ملا رسول د ډلې یوه قومندان تائید کړې،چې ملا اختر محمد منصور دپاکستان دبلوچستان ایالت د اړوند سیمې په یوهوسلواله نښته کې ټپي شوی دی.

 

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ویاند سلطان فیضي وایی، د طالبانو پرمشر د یوې غونډې پر مهال د کوټېله ښار څخه پېنځه ویشت کیلو متره لیرې په نوي کلي کې برید شوی دی.

 

هغه وویل، برید د طالبانو یوه قومندان عبدالله سرحدي کړی او ملا اختر محمد منصور سخت ټپي شوی دی.

 

د سرچینې په وینا، په دې نښته کې ملا سرحدي له څو نورو طالبانو سره وژل شوی دی.

 

د ملا رسول دډلې قومندان ملا محب الله له زابل څخه رسنیو ته ویلي،چې ملا اختر محمد منصور ددوید گمارل شویو کسانو په برید کې ټپي شوی دی.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د حیرتانو دوه لارې ته نږدې د راغورزیدلې چورلکې په پېښه کې ۸ کسان وژل شوي

(Last Updated On: October 15, 2019)چارواکو ویلي؛ نن مازیګر د ملي اردو یوه چورلکه د …