د پاکستان فشارونو طالبان اړ کړي، چې یا ووځي او یا هم د کابل سوله ومني

(Last Updated On: October 24, 2016 9:57 am)

vlcsnap-2016-10-24-09h45m59s108

پاکستاني چارواکو وایي؛ اسلام آباد د طالبانو پر مشرانو فشار زیات کړی، چې یا د خپلو کورنیو له غړیو او کار و بارونو سره له پاکستان څخه ووځي او یا د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي.

د دې راپور پر بڼست یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي، چې د افغانستان په چارو کې دخیل دی وویل: پر طالبانو پر له پسې فشار روان دی، چې په پایله کې یې ځیني طالب مشران خپل هېواد ته تللي او یا د تګ په حال کې دي.

دغه پاکستاني چارواکي نه غوښتل، چې نوم یې څرګند شي؛ ځکه، چې د پاکستان حکومت تراوسه پورې دا موضوع رسماً منلې نه ده.

ده زیاته کړې، چې دا هڅه له پاکستان څخه خپل هېواد ته د نږدې ۳ملیون راجستر او ناراجستر افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پالیسۍ یو برخه ده.

دا په داسې حال کې ده ، چې د طالبانو یو پلاوي له قطره پاکستان ته رسیدلی او دې ډلې په قطر کې د افغان حکومت له مشرانو سره د سولې په خبرو کې د ګډون وروستي خبرونه هم رد کړي دي.

About Ariana News

Check Also

په کابل کې ملي امنیت د ۲۶ داعشیانو له نیولو خبر کړو

(Last Updated On: September 18, 2018 5:43 pm) د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه …