عاجل خبرونه

د پاکستان د اتومې وسلو د ساتنې له پاره مو په افغانستان کې پوځي شتون اړین دی- ترامپ

(Last Updated On: مارچ 5, 2016)

vlcsnap-2016-03-05-10h34m02s236د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکیو مخکښ نوماند وایي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو اوږدمهاله شتون ته اړتیا ده.

د امریکا د جمهوري غوښتونکیو ګوند مخکښ نوماند دونالد ترامپ وایي؛ که سپینې مانۍ ته یې لار پیدا کړه، نو په افغانستان کې به خپل سرتېري د یو زیات وخت له پاره پریږدې، چې د پاکستان له اتومې وسلو ساتنه وکړي.

د ترامپ دغه خبره د جمهوري غوښتونکیو په یوه تلویزیوني مناطره کې د یوې  پوښتنې د ځواب  پر مهال کړي ده.

په دې مناطره کې، چې د بهرنیو پالیسو په اړه جوړه شوې وه.

د ترامپ خبرې، چې غواړې په افغانستان کې امریکایي سرتېري د یو وخت له پاره پریږدې، راڅرخیدلې.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د امریکایی او ائتلاف ځواکونو اصلي ماموریت د کابل – واشنګتن – ناتو د امنیتي هوکړه لیک له مخې، افغان ځواکونو ته سلا مشورې، زدکړې او مرستې او دغه راز د ترهګرو خلاف مبارزه ده، نه د پاکستان له اتومي وسلو ساتنه

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …