افغان حکومت له پاکستاني دیني عالمانو غواړي، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام د فتواګانو په ځای دې د سولې راوستلو لپاره هڅې وکړي.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې چارواکي وايي، چې د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو خلک د ترهګرۍ ښکار دي؛ نو پکار ده، چې پاکستاني عالمان د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.
افغان حکومت د پاکستان له دیني عالمانو غواړي، چې په افغانستان کې د جګړې اور ته له پوکي کولو ډډه وکړي.
حکومتي چارواکي وايي، چې د افغانستان او پاکستان خلک د ترهګریزو فعالیتونو ښکار دي؛ نو پکار ده چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ پر ځای یې په وړاندې مبارزه وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د مشهور عالم مولانا سميع الحق په مشرۍ د جمعيت علماء اسلام ګوند يو لوړپوړي غړي او د خيبر پښتونخوا د څانګې مشر مولانا يوسف شا د دغه ولايت په کرک سيمه کې د يوې غونډې پر مهال ویلي، چې د افغان طالبانو پر ملاتړ وياړي او له دې وروسته به هم له دې ډلې سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د يادونې ده، افغان چارواکي له پېنځلس کلونو راهيسې له پاکستان څخه غواړي، چې په خپله خاوره کې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي؛ خو پاکستان دا خبرې نه مني.
له دې مخکې هم د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي وه، چې دوی پر طالبانو نفوذ لري او له دغه نفوذه په ګتې اخستو به دوی د سولې خبرو ته کینوي؛ خو له ډېرو هلو ځلو وروسته د سولې خبرې ناکامې شوې.
د مولانا سميع الحق په مشرۍ د پاکستان د جمعيت اسلام ګوند د طالبانو ستر ملاتړ ګڼل کېږي او په وار وار يې په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکړې ده. مولانا سميع الحق ته د افغان طالبانو پلار هم ويل کېږي.