عاجل خبرونه

د پاکستانۍ چورلکې عمله تحریک طالبان يرغمل کړې

(Last Updated On: August 7, 2016)

vlcsnap-2016-08-07-09h38m06s203

د پاکستانۍ چورلکې عمله، چې په لوګر کې يې بېړنۍ ناسته وکړه د تحریک طالبان له سخت دريځي ډلې سره يرغمل دي.

دا د «طالبانو » له بېلابېلو ډلو څخه جوړ شوی يو لوی سازمان دی او لوګر ته نږدې په پوله کې پرتې سيمي د دوی په ولکه کې دي.

د تحریک طالبان وياند قاری سیف الله محسود د پاکستان دان ورځپاڼې ته ويلي، چې د چورلکې عمله د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې د «تحريک طالبان» د وسلوالې ډلې، چې مشري يې آدم کوچي کوي او د بلال په نوم مشهوردي يرغمل دي.

د محسود په خبره د عملې ټول غړي ژوندي او روغتيايي حالت يې ښه دی؛ خو يوازې يو پيلوت د بلې پاکستاني چورلکې په ډزو کې ټپي شوی دي.

محسود زياته کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د يرغمل شويو کسانو ويډو خپره شي.

ده پاکستانيو چارواکو ته خبرداری ورکړ، چې د امريکا او افغانستان له پوځيانو څخه د مرستي غوښتنې هڅه کوي.

هغه ګواښ وکړ که، د افغانستان او امريکا ځواکونه د يرغمل شویو کسانود خوشي کولو په اړه پوځي عمليات وکړي؛ نو ټول برمته شوي کسان به ووژني.

د هغه په وينا؛ آدم کوچي ته امر شوی، چې پر هر برمته شوي کس چاوديدونکې توکې وتړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د پاورلیفتنګ غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

(Last Updated On: August 24, 2019)په کابل کې د شنبې پر ورځ( د وږي ۲) …