عاجل خبرونه

د پاكستان په كراچۍ كې پر پوليسو وسله وال بريد شوى

(Last Updated On: August 22, 2011)

د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك د هغو پوليسو د ليدنې پرمهال، چې د شنبې په ورځ په كراچې كې پر يو  ترهگريز بريد ټپيان شوي وويل، چې:

پاكستان دولت كه په كراچۍ كې ترهگر له منځه يونسي تر هغې به د دوى پر ضد فعاليتونه ونه دروي .

د كراچى د پوليسو مشر سعود ميرزا په يو ترهگريز بريد كې له ترهگرۍ سره د مبارزې د شپږ پوليسو له وژل كيدو او پنځوس نورو له ټپي كيدو خبر وركړ.

له همدې سره د سيمه ييزو رسينو د رپوټونو له مخې په تېرو څليريشتو ساعتونو كې شا وخوا پېنځلس كسان په كراچى كې د تا وتريخوالي له لامله وژل شوي دي، خو عينې شاهدان او په كراچۍ كې د روغتونونو د رپوټونو له مخې شپږويشت كسان وژل شوي دي.

About ATN News

Avatar

Check Also

عمران خان او خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي

(Last Updated On: September 23, 2019)د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د …

Leave a Reply

Your email address will not be published.