د پاكستان په سيند ايالت كې د سېلابونو پرلامل څه نا څه ۲۰۰ كسان مړه شوي

(Last Updated On: سپتمبر 14, 2011)

ويل كيږي د دغو سېلابونو له كبله د كراچۍ په اقتصادي او سوداگريزښاركې ټولې چارې په ټپه دريدلي دي.

د ور كړ شويو رپوټونو له مخې په تېرو څو ورځو كې له دغو سېلابونو دوه سوه اتيا زره كورنۍ  بې كوره شوې دي.

ويل كيږي د خرابې هوا له كبله زيانمو سيمو ته د مرستو رسونې بهير هم له ستونزو سره مخ شوى دى.

ويل كيږي، چې سېلاب ځپلې سيمې د خوراك، څښاك او استوگنې له ستونزو سره مخ دي.

له طبيعي حوادثو سره د مبارزې چارواكي او د مرسته رسونې غربي ډلې څرگندوي، چې د اگست له وروستيو تر دې دمه څلور اعشاريه پېنځه ميليون هكتاره كرنيزه ځمكه اوبو وړې ده.
ملگرو ملتونو له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له سېلاب ځپليو سيمو سره مرسته وكړي

About ATN NEWS

Check Also

مولانا حامد الحق د سمیع الحق ځایناستی شو

(Last Updated On: نوومبر 4, 2018) پاکستانیو رسنیو په ډاګه کړې، چې د جمعیت العلماء اسلام …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.