د ټول هېواد په کچه ۱۷۰۰۰ تش بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې شول- نادري

(Last Updated On: November 2, 2017)

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د ټول هېواد په کچه ۱۷ زره تش بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې کړل.

په داسې حال کې، چې ملي وحدت حکومت زرګونه خالي بستونه لري؛ خو زیاتره ځوانان، چې زدکړې لري، غواړي، چې د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو کمیسیون لخوا د بستونو د تر لاسه کولو په سیالۍ کې برخه واخلي.

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون رییس نادر نادري وایي،  حکومت په تېر کې خیالي بستونه لرل او د خدماتو تر سره کول هم سم نه ول. اوس مونږ هڅه کوو، چې د اصلاحاتو، ناپېیلتوب او د ملکي خدماتو په ترسره کولو کې د ښوالي درې ځانګړي اصله پلې شي.

هغه زیاتوي؛ په دولتي ادارو کې د ښځو رول پیکه دی او دا هم مني، چې په ځینو ادارو کې خیالي کسان  هم شته.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې په زور او واسطې د خلکو د ګومارنې بهیر او خیالي بستونه درې میاشتې وڅېړل شول او پرېکړه وشوه ، چې له دې وروسته به کارکوونکي د استعداد له مخې نیول کیږي.

په ملي یووالي حکومت تل نیوکې دا دي، چې افراد په دولتي ادارو کې د اړیکو له مخې نیول کیږي؛ خو کوم کس، چې زدکړې ولري او پېژندګلوي ونه لري، نه شي کولی د خپلې خوښې ځای ته لار پیدا کړي.

خبریاله: افسون محمدی

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بشپړ ډاډ له رامنځته کیدو پرته به امریکایي ځواکونه ونه وځي-جان بس

(Last Updated On: August 24, 2019)د امریکا سفیر بلخ ته په خپل سفر کې ویلي؛ …