د ټولو اقتصادي موسسو د دقیقې ارزونې سروې پیل شوه

(Last Updated On: اپریل 8, 2015)

vlcsnap-2015-04-08-17h36m44s203

د سوداګرۍ او صنایعو خونې او سرشمېرنې ادارې له خوا د ټولو اقتصادي موسسو د دقیقې ارزونې سروې پیل شوه.

د سرشمېرنې ادارې مسولین وایی، څو پورې چې د اقتصادي بنسټونو سمه ارزونه ونه شي، اقتصادي پروګرامونه به ډېر اغېزمن نه وي.

دسوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، سروې په اقتصادي کارونو کې د ښه والي لپاره پلان شوې.

ښاغلی الکوزی له سوداګرو غواړي چې د سرشمېرنې له مرکزي ادارې سره لازمه همکاري وکړي.

vlcsnap-2015-04-08-17h36m59s102

د سرشمېرنې د مرکزي ادارې رییس شېرمحمد جامي وایي، د سروې موخه دا ده چې په اقتصادي برخه کې د ناسمو شمېرو له خپرولو ډډه وشي.

دوي وایي، په کار ده چې د اقتصادي سکتور په اړه دقیق او کره معلومات تر لاسه شي.

د سر شمیرنې دمرکزي ادارې رییس شیرمحمد جامی:

دلته تل خلک په اقتصادی برخو کې پخپل سره شمېرې او ارقام وړاندې کوي چې ډیرې ناسمې دي،له دغې پیل کړې سروي وروسته به موږ سم ارقام ولس ته وړاندې کړو.”

مسولینو نه دي ویلي چې دغه سروې به کله بشپړیږي او څومره لګښت پرې راځي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ لاریونکوني د برښنا غوښتونکي شول

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ اوسیدونکیو لاریون کړی …