د ټاکنيزو کميسيونونو د تشکيل، دندو او واکونو قانون جزیات په ډاګه شول

(Last Updated On: March 14, 2016)

vlcsnap-2016-03-14-10h06m06s70د ولسمشر د نوي تقنيني فرمان له مخې، چې جزئيات يې په ډاګه شوي؛ د غوراوي کمیته به له يوه نوي جوړښت سره رامنځته شي او په دې ترتيب د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کميسيونونو د مسوولانو بدلون ته زمينه برابره شوې ده.

د دغه فرمان د معلوماتو پر بنسټ، چې رسنیو ترلاسه کړي، ولسمشر اشرف غني د ټاکنيزو کميسيونونو د تشکيل، دندو او واکونو قانون دولس ورځې وړاندې لاسليک کړى دى.

د ولسمشرۍ ماڼي له دې وړاندې د ټاکنو قانون او د ټاکنيزو بنسټونو د تشکيلاتو قانون د اجرايي کولو په موخه د دغه فرمان له لاسليک خبر ورکړى و؛ خو جزيات يې روښانه شوي نه ول.

اوس به د دغه فرمان له مخې، له نوي جوړښت سره د ټاکنيزو بنسټونو غړیو د غوراوي کمیته خپل کار پيل کړي.

د دغه فرمان پر بنسټ، د غوراوي کمیتې په دغه جوړښت کې به د ملي شورا د دواړو جرګو ، د سترې محکمې مشران، د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کميسيون او د بشر حقونو کميسيون رييسان او د مدني ټولنې دوه غړي او استازي شتون ولري.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د ایران سفارت خپل کونسلي چارې ودرول

(Last Updated On: February 24, 2020) په کابل کې د ایران سفارت نن د کب …