د ټاکنو څارونکي بنسټونه: نور باید د رایو د تفتیش د بهیر ځنډولو لپاره پلمې ونه لټول شي

(Last Updated On: August 4, 2014)

vlcsnap-2014-08-04-18h26m01s35

د افغانستان د ټاکنو د څارونکو بنسټونو څېړنې ښیي، چی درایو تفتیش به دوې میاشتې نورې هم وغځېږي. دغه بنسټونه خبرداری ورکوي، که دا بهیر یوځل بیا ودرېږی، په اوسنی نظام او ټاکنو به خلک او نړیواله ټولنه بې باوره شي.
د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنو درایو تفتیش له بهیر سره د ولسمشرۍ د یوه کاندید کله پریکون او کله هم ګډون د ټاکنو څارونکي بنسټونه د دغه بهیر د تیاره او نا معلوم حالت په باب اندېښمن کړي دی.
د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ رئيس نعیم ایوب زاده او د افغانستان د انتخاباتو د بنیاد رئيس جانداد سپین غر د رایو د تفتیش له بهیر سره د اصلاحاتو او همپالنی د ټیم د څارونکو یوځای کېدل ستایی او وایی، که دا بهیر بیا ونه ځنډول شي په دوو میاشتو کې به بشپړ شي.
دوی زیاتوي، د تفتیش او ابطال د بهیر ځنډول د نړیوالې ټولنې په وړاندې د افغانستان موقف زیانمنولی شي.
دغه بنسټونه همدارنګه وايي، چې نور باید د رایو د تفتیش د بهیر ځنډولو لپاره پلمې ونه لټول شي.
که څه هم د رایو تفتیش له پېل راهیسې څلور ځله وځنډول شو خو د دوشنبې په ورځ د بيا پېلولو پر وخت د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټینګار وکړ، چې دا بهیر نور په هېڅ ډول ځنډېدونکی نه دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

له ټاکنو خپلواک کمیسیون سره معلوماتي ناسته بې پایلې تر سره شوه

(Last Updated On: December 8, 2019)د ټاکنیزو ستونزو او پرېکړو لپاره، له معترضو نوماندانو، سیالي …