عاجل خبرونه

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د ټاكنو په وړاندې له ننگونو اندېښنه لري

(Last Updated On: March 30, 2014)

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون رييس وايي، امنيتي ستونزې، د زورواكانو شتون او له دولتي امكاناتو كارول مو له بنسټيزو اندېښڼو دي.

د ټاکنيزو شکایتونو کمیسيون د شنبې په ورځ(د وري۹) په کابل ښار کې یوه غونډه تر سره کړه، چې د نوماندانو استازي او د سیاسي گوندونو غړي يې برخوال ول.

د ټاکنيزو شکایتونو کمیسيون رييس عبدالستار سعادت اندېښنه لري، چې د هېواد د راتلونکيو ټاکنو په وړاندې یو زیات شمېر ستونزي شتون لري او اړینه ده، چې د یادو ستونزو حل ته پاملرنه وشي.

نوموړى د حکومت له لاسوهنو او له دولتي امکاناتو څخه د یو شمېر نوماندانو له گټې اخستنې ډېر اندېښمن دى.

د یاد کمیسون د غړي آریا فر په باور د افغانستان ټاکنې د بهرنیو او کورنیو ټولنو د لاسوهنو له كبله له یو لړ ستونزو سره مخ دي، چې د یادو ستونزو د حل په موخه کمیسيون په يوازې سر هیڅ کار نشي کولی.

د شکایتونو کمیسيون له سیاسي گوندونو، نوماندانو، څارونکيو او له رسنیو وغوښتل، چې له یاد بهیر څخه په سمه توگه څارنه وکړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

که امریکا خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې نشي، جګړه به وغزوو- د طالبانو ګواښ

(Last Updated On: August 20, 2019)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز …