عاجل خبرونه

د ولسي جرگې اته نويو وكيلانو د لوړې مراسم تر سره كړل

(Last Updated On: September 05, 2011 8:38 am)

دغه نوي وكيلان په داسي حال كې د ولسي جرگې د ريس لخوا جرگې ته وروپېژندل شول او د لوړې مراسم يې پر ځاى كړل، چې د ولسي جرگې نصاب هم بشپړ نه و او ولسي جرگه له  كړكېچن حالت سره مخ وه.

د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي وويل:

كه څه هم د ټاكنو كميسيون پرېكړه دوى ته د منلو وړده، خو په ولسي جرگه كې رامنځته شوى حالت او د امنيتي ځواكونو كړنې د هېواد په گټه  نه دي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون لخوا د ولسي جرگي د نهه برياليو پېژندل شويو وكيلانو له ډلې اته تنه د شنبي په ورځ  د ولسي جرگي د ريس لخوا  جرگې ته وروپېژندل شول

ولسي جرگې ته نوي ورپېژندل شوي وكيل محمود سليمان خېل د لوړې د لوړې له مراسمو ورسته وويل، چې:

حق حق دار ته ورسيد او مونږ به د خلكو په گټه خپلي چارې تر سره كوو.

د ولسي جرگې بل غړى عبدالرحيم ايوبي وايي:

كه څه هم، چي د ټاكنو د ځانگړې محكمې پرېكړه په سمه توگه پلې  نشوه، خو بيا هم قانون تريو  بريده  پلى شو او بريالي  وكيلان معرفي شول.

په داسې حال کې، چې ولسي جرگې ته د نویو وکیلانو د ننوتلو پرمهال د يادې جرگې د ودانۍ شاوخوا سلگونه امنیتي سرتېري ځای پرځای شوي وه او دغه جرگه يې كلابند كړې وه، د ولسي جرگې رییس د امنيتي ځواكونو له خوا د ولسې جرگې وداني كلابند كول او په ياده سيمه كې په گڼشمېر امنيتي ځواكونه ځاى پر ځاى كول د  هېواد په گټه ونه بلل او دا يې د شورا حيثيت ته سپكاوي وباله.

له ولسي جرگې ایستل شويو وکیلانو او د هغوی ملاتړو د نویو وکیلانو د ننوتو پر وړاندې سخت مخالفت وښود، خو امنيتي سرتېرو ولسي جرگې ته د هغوی د ننوتلو مخه ډب کړه.

له قانون څخه د ملاټړ ائتلاف مشر عبدالظاهر قدیر وويل:

دا د ولسي جرگې د عزت خبره ده، هېچا ته به اجازه ورنکړو، چې قانون ترپښو لاندې کړي.

له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف رهبر وويل، چې:

د وى پخپل دريځ ولاړدي  او خپله ورستۍ پرېكړه به ژر څرگنده كړي .

About ATN NEWS

Check Also

ترهګر هڅه کوي، چې په هېواد کې مذهبي شخړې پیل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:18 pm) ولسمشر غني وایي؛ ترهګر هڅه کوي، چې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.