عاجل خبرونه

د ولسي جرګې له دې پریکړې چې لس کاندید وزیران یې رد کړي، رضایت نه لرو – اجراییه ریاست

(Last Updated On: January 29, 2015)

NAMZADAN_29_01_2015_DARI_SOT.avi_snapshot_00.30_[2015.01.29_17.37.10]

د حکومت اجراییه ریاست وایي، که څه هم د ولسي جرګې پریکړې ته درناوی لري؛ خو د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې په پریکړه چې لس کاندید وزیران یې رد کړي، رضایت نه لري.

د دغه ریاست ویاند ټینګار کوي چې دوی تمه لرله چې ولسي جرګه ټول کاندید وزیران تایید کړي.
نوموړی زیاتوي چې د ولسي جرګې د غړیو د ژمنیو رخصتیو تر پایه به د کابینې د نورو غړو نومول نهایي شي.
د اجرایه ریاست ویاند زیاتوي چې د کابینې د نورو غړو د نومولو لپاره ولسمشر او اجرایه رییس په خبرو بوخت دي او د ولسي جرګې د ژمنیو رخصتیو تر پای پورې به اولسو وزارتونو او د افغانستان بانک لپاره د کاندیدانو د معرفي کولو کار وروستی شي.
یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د سرپرست وزیرانو له خوا به د چارو دوام افغانستان په راتلونکي کال کې له یو لړ ننګونو سره مخامخ کړي. کارپوهان وایي، که سرپرست وزیرانو ته اجرایوي واک ورنکړل شي، هېواد به له نویوګواښونو سره مخامخ شي.
که څه هم د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو شاوخوا څلور میاشتې تیریږي، خو تر اوسه د کابینې دریمه برخه جوړه شوې ده او ولسمشر د کابینې تر بشپړولو پورې ۴۵ ورځې انتظار وباسي. د ولسي جرګې له خوا له لسو رد شویو کاندید وزیرانو نه پنځه یې ولسمشر او پنځه نور اجراییه رییس معرفي کړي وو.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د پاورلیفتنګ غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

(Last Updated On: August 24, 2019)په کابل کې د شنبې پر ورځ( د وږي ۲) …