عاجل خبرونه

د ولسمشر لومړي مرستیال دوستم خپل سیال وهلی او ډبولی دی

(Last Updated On: نوومبر 28, 2016)

vlcsnap-2016-11-28-13h08m13s8

د نیویارک تایمز ورځپاڼې د پرونۍ ګڼې د یوې لیکنې له مخې؛د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په جوزجان ولایت کې یو قومي مشر احمد ایشچي وهلی او ډبولی او بیا یې په خپل موتر کې ناڅرګندلوريته بېولی دی.

د احمد ایشچي پلویانو له دې پېښې وروسته په شبرغان کې د جنرال دوستم د کور مخې ته مظاهره وکړه.د دوی په وینا؛دوستم او پلویانو یې د جمعې په ورځ له اوزلوبې وروسته ایشچي وواهه او بیا یې له ځان سره بېولی دی.

د قومي مشر ایچي خپلوان ګلاب خان یادې ورځپاڼې ته څرګنده کړې، چې ښاغلی دوستم د وزلوبې ډګر ته په رارسیدو قدم وهل پیل کړل بیایې یاد قومي مشر راوغوښت له خبرو اترو ورسته یې پرې د سوک برید وکړ او د ده له وهلو ډبولو وروسته یې ساتونکیو وواهه.

د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج په ډاګه کړې، چې د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي دوستم د جوزجان قومي مشر احمد ایشچي نه وهلی او نه یې بندي کړی دی.

About Ariana News

Check Also

د کابل په اورانوس هوتل کې چاودنې د میلاد نبي نمانځونکیو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن ماښام مهال د …