عاجل خبرونه

د ولسمشر غني په مشرۍ۱۱ قراردادونه او تدارکاتي موضوعات تصویب شوي

(Last Updated On: اکتوبر 24, 2016)

vlcsnap-2016-10-24-09h02m27s88

تیره ورځ ناوخته د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ملي تدارکاتو کمیسیون کې د پېنځه میلیارد افغانیو پر ارزښت یوولس قراردادونه او تدارکاتي موضوعات تصویب شول.

په دې پروژه کې له چغچران څخه تر ګردن دیوال پورې د سرک جوړولو، د اقینې بندر سرک او تاسیساتو پروژې، د هېواد څلوردېرش ولایتونو ته اته زره ټنه څخه زیات کرنیز تخم او شل زره ټنه یوریا سرې لیږد، د کابل په پېنځه ولسوالیو او د کندهار په درې ولسوالیو کې د بې بضاعته کورنیو ملاتړ پروژه، د ملي اردو د قطعاتو صحرایي تحکیماتو ساختماني چارې او د چاریکار کانال پروژو مهالنی تمدید او د بادغیس ولایت د قلعه نو برښنا لین سب سټیشن نصب تائید شو.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …