د وري په میاشت کې له زر ډېر ولسي وګړیو او پوځيانو ته مرګ و ژوبلې اوښتي

(Last Updated On: April 22, 2019)

په وري یا حمل میاشت کې له زرو ډيرو پوځیانو او ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د اریانا نیوز موندنې ښيي چې د حمل په میاشت کې څلور سوو دوه شپیتو ملکیانواو پنځه سوه پنځه اویا پوځيانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د اریانا نیوز موندنې ښيي چې په وري میاشت کې ځانمرګي بریدونه کم شوي خو چاودنې په بیساري توګه ډيرې شوي دي. امنیتي بنسټونه هم مني چې جګړه سخته شوې؛ خو ټينګار کوي چې په دغه جګړه کې یې وسلوالو مخالفینو ته ډيره مرګژوبله اړولې ده.

یوازې د وري په میاشت کې دري سوه نهه څلويښت افغان سرتیري د وسلوالو طالبانو په بریدونو او چاودونو کې وژل شوي او دوه سوه دوه څلوېښت نور ټپیان شوي دي.

 د حمل په تیره میاشت کې د ملکیانو مژکژوبله هم لوړه وه. په دغه میاشت کې یو سلو دوه ولسي وګړي په افغان سرتیرو او وسلوالو طالبانو په جګړو کې او ماین په چاودنو کې وژل شوي او درې سوه شپیته نور چې ماشومان او ښځې هم پکې دي، تپیان شوي دي.

په دې هکله آریانا نیوز ته د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست      نصرت رحیمي و وېل: موږ په دې وروسیتو کې د ملي دفاع وزارت سره او د کشف او اسخباراتو سره او د هغوی له ځواکونو سره په ګډه د دښمن پر وړاندې په کلکه درېدلي یو په دوي مو تهاجمي او تعارضي عملیات زیات شوي دي البته د افغانستان په ګوټ ګوټ کې چې ښې پایلې یې لرلي دي

همدا راز د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیالزبیر عارف و وېل: د سولې خبرې روانې دي، دښمن کوښښ کوي چې د جګړې له لارې امتیاز تر لاسه کړي، دوی هڅه کوله چې ډېری ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ اما د دفاعي او امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره سره په لوړه کچه له تلفاتو وروسته په شاه وتمبول شول

دغه راز د حمل په میاشت کې د جګړو په ترڅ کې د د باغیس بالامرغاب او د بدخشان ارغجخواه ولسوالۍ هم د ښکیلو خوا تر منځ لاس په لاس شوې. یو شمیر پوځي کارپوهان وايي چې حکومت باید د پوځي او ولسي تلفاتو د مخنیوي لپاره جدي تدبیرونه ونیسي.

د وري په میاشت د نړیوالو سرتیرو لپاره هم مرګونې وه. په دغه میاشت کې پنځه امریکايي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. جګړې او وژنو په داسې حال کې زور اخیستی چې د سولې لپاره هم هڅې روانې دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

۹۵ اعشاریه ۸ په سلو کې ښځې د طالبانو له واکمنیدو سره مخالفې دي- څېړنه

(Last Updated On: July 18, 2019)د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي؛ تر سره شوې څېړنه …