عاجل خبرونه

د هېواد په لویدیځ کې له دوه بېلابېلو ترافیکي پېښو ۳۰ کسه مړه شوي او ۴۶ نور ټپیان دي

(Last Updated On: دسمبر 18, 2016)
%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d9%81%db%8c%da%a9
انځور: آرشیف

د هېواد په لویدیځ فراه ولایت کې د یکشنبې په ورڅ(د لیندۍ ۲۸) له یوې ترافیکي پیښې څوارلس کسه مړه شوي، دوه روغ رمټ وتلي او  ۴۳ نور ټپیان دي.

دغه پېښه نن سهار د یو ۳۰۴ بس موتر، چې له هرات ولایت څخه  کابل ته راروان و د فراه ولایت د ګلستان ولسوالې په توت سیمه کې له یوه بار وړوونکي موتر سره له ټکره رامنځته شوې ده.

د فراه ولایت د ګلستان ولسوال اجمل زاهد وایي، چې په دې بس کې ۵۹ کسه  سپاره ول؛ دوه یې روغ وتلي څوارلس کسو ژوند له لاسه ورکړی او نور یې ټپیان دي.

همدارنګه له یوې بلې ترافیکي پېښ د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د میر داود په سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کسه مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د هرات روغتون داکترانو ویلي، چې دمګړۍ د دې پېښې ټپیان مرکزي روغتون ته د رالیږدولو په حال کې دي. 

About Ariana News

Check Also

د هېواد نومیالی هنرمند او ممثل حنیف هنګام خاورو ته وسپارل شو

(Last Updated On: دسمبر 16, 2018) د افغانستان مشهور هنرمند او ممثل حنیف همګام د …