عاجل خبرونه

د هېواد په شپږ ولايتونو كې د ښځو لپاره شپږ ځانگړې څارنوالۍ جوړيږي

(Last Updated On: September 21, 2011)

د افغا نستان لويه څارنوالي د هېواد په شپږ ولايتونو كې د ښځو په وړاندې د تاوريخوالي د راكمولو او عدالت ته د لاسرسۍ لپاره د شپږ ځانگړيو څارنواليو له جوړيدو خبر وركوي.

د لويې څارنوالۍ چارواكي وايي:

په تېرو څو كلونو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي،  له لامله ډېرو ښځو  په ځان سوزونه لاس پوري كړى؛  نو پر همدې لامل دوى دغه گام پورته كړى دى .

د هېواد په شپږ ولايتونو كې د لويې څارنوالۍ د دغو څا نگو د پرانيستلو هو كړه ليك په افغانستان كې دملگرو ملتونو د حقونو د پراختيا نړيوال سازمان او د لويې څارنوالۍ د چارواكو ترمنځ لاس ليك شو .

په افغا نستان كې د ملگرو ملتونو د حقو نو د پرختيا اداره د سه شنبي په ورځ(د وږي په ۲۹) د يوې خبري ناستې پرمهال وويل وايي، چې:

د دوى د څېړنو له مخې په كابل كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي(۵۷۶) پېـښې،  (۱۳)  پېښې په بلخ او (۷۲)  پېښې په هرات كې ثبت شوې دي .

د لويې څارنوالۍ مرستيال عبدالوكيل اميني وايي، چې:

د افغا نستان شپږ هغه ولايتونه، چې په كې د ښځو په وړاندې د تاوريخوالي پېښې ډېرې دي؛ ډېر ژرد دښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو ځانگړې څارنوالۍ پرانستل شي .

نوموړي وويل:

په هېواد كې، فقر ، بې سوادي، له وخت څخه وړاندې ودونه، بيكاري او يو شمېر سنتي رواجونه د دې لامل شوي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شي .

نومړي همدا راز زيا ته كړه، چې:

په كا بل كې يې هم تېركال د ښځو لپاره يوه ځانگړې څارنوالي  جوړه كړې، چې د ښځو د ستونزو په حل كې يې گټورې پايلي درلودې.

اميني وايي:

د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو دغه ځانگړې څاروالۍ به په بلخ ،هرات، كاپيسا، پروان، ننگرهار، كندز او پكتيا  ولايتونو كې جوړې شي .

په افغا نستان كې د ملگرو ملتونو حقونو د پراختيا رييس ډاكترمحمد شفيق صد يق له لويې څارنوالۍ سره په يادو شپږو ولايتونو كې د تخنيكې مرستې او همكارۍ ژمنه كوي او زياتوي، چې:

په يادو ولايتونو كې دوى څېړنې كړي او د دوى څېړنو ښكاره كړې، چې په هلته د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې دي؛ نو، ځكه يې په دغو ولايتونو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالې د راكمولو ځانگړيو څارنواليو وړانديز وكړ.

نوموړى وايي:

دى هڅه كوې، چې په ټول هېواد كې دې ته ورته څارنوالۍ جوړې شي او د ښځو په وړاندې تاوتريخوالۍ له منځه ولاړ شي .

About ATN News

Avatar

Check Also

د آسیا پراختیایي بانک له اقتصادي پروژو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: July 19, 2019)د آسیا پراختیايي بانک مسوولینو ډاډ څرګند کړی، چې په …

Leave a Reply

Your email address will not be published.