عاجل خبرونه

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: سپتمبر 20, 2018)

د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین د هندوستان له اعلان شویو مرستو هر کلی کوي او وایي، چي دغه  مرستې به د افغانستان د اقتصادي پراختیا لامل شي.

هند د افغان ولسمشر د روستي سفر پرمهال په افغانستان کې د ملي بسونو د مرستې تر څنګ د بندونو، کانالونو او لمریزې انرژۍ په برخو کې د نويو پروژو د پلي کولو ډاډ څرګند کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین د هندوستان وروستۍ اعلان شوې مرستې د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې خورا مهمې بولي.

دوی وايي، هندوستان د افغانستان لپاره تر ټولو ښه اقتصادي شریک دي او په تېر کې یې هم بو شمېر پروژې پلي کړي او د هېواد په اقتصاد کې مثبت رول لوبولی دی.

ویل کیږي، چې د هندوستان نوې اعلان شوې پروژې په سلګونه میلیو ن دالرو پانګونه غواړي او تر څنګ يي په دغو پروژو کې په زرګونه افغانانو ته د مستقیم او غیر مستیقم کار زمینې برابروي.

د افغانستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې غړی سید جاوید اندیش وایي، هند تل له افغانستان سره د اقتصادي پراختیا لوړولو او د خلکو د ژوند د ښه کولو په برخه کې همکاري کړې او دا وروستۍ پروژې د افغانانو په اقتصادي پراختیا کې مثبت رول لوبولی شي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کار پوهان بیا وايي، حکومت باید له دغو فرصتونو څخه د اقتصادي ثبات د پراختیا لپاره په لوړه کچه ګټه پورته کړي.

دوی د دغو پروژو د اعلان هرکلی کوي؛ خو د افغان حکومت پر وړتیاوو او ظرفیت شک لري.

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وایي، زه فکر کوم د حکومت له لوري د دغو پروژو پلي کول ناممکن دي؛ ځکه، چې حکومت اوس هم د دا سې پرژو د پيل کولو ظرفیت نلري.

هند له افغانستان سره د ولسمشر په وروستي سفر کې د زر ملي بسونو مرستې، د اوبو بندونو جوړول، لمریزې انرژۍ تولید، د هندوستان او افغانستان د هوایي د هلیز وده او پراختیا او د یو شمېر کرنیزو پروژو او اوبو کانالونو جوړل رانغاړي.

د یادوني وړده، چي هند د افغانستان یو له سترو مرستندویه هېوادونو په توګه تر اوسه له افغانستان سره له دوه میلیارد دالرو ډېرې مرستې کړي، چې ډېرې دغه مرستې پر اقتصادي پراختیا متمرکزې شوې دي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

په پکتیا کې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون نشي کولی-میرمنې

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2018) په پکتیا کې میرمنې وايي، د امنیتي ستونزو له …