د هند یو میلیارد دالر مرسته به په بېخبنايي پروژو ولګول شي-عبدالرحیمزی

(Last Updated On: September 15, 2016 4:57 pm)

vlcsnap-2016-09-15-16h53m44s246

د ماليې وزارت وايي، هغه یو میلیارد امریکايي دالر، چي د هند هېواد له لوري له افغان دولت سره مرسته وشوه؛ د یوه منظم پلان له مخي به ولګول شي.

دغه وزارت زیاته کړې؛ افغان دولت په دې هڅه کې دی، چې پر دغو مرسته شویو پیسو به په هېواد کې هغه پروژې تمویل شي، چې په پایله کې موخلکو ته د دا یمي کار ز مینه برابره او اقتصادي ماشین مو پرې په حرکت راشي.

د مالي وزارت ویاند اجمل حمید عبد الرحیم زی وایي؛ مونږه به دغه مرستې دیو منظم پلان له مخی پر هغو پروژو ولګوو، چې دخلکو د اقتصاد په بدلون کې مستقیم اغیز ولري.

دولسي جرګې غړې ریحانه آزاد هم د هند له مرستودهرکلي ترڅنګ وايي؛ په سیمه کې هند یوازني هېواد دی، چې له افغانستان سرهیې صاد قانه مرستي کړي.

نوموړې له حکومته غواړي، چې د هېواد پر اقتصادي سمونونو باید مستقیم اغېز ولري او خلکو ته د کار روزګارترڅنګ له اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون زمینه برابره کړي.

 د ملي شورا دغه استازې زیاتوي؛ د سیمې هېوادو نه باید له هند څخه د اړیکو د پراختیا بهیر زده کړي، چې د سیمې د سولي او ثبات لامل شي.

د یادونې وړده، چې هند له دې وړاندې هم په افغانستان کې د شاو خوا دوه میلیارد دالرو په ارزښت بېلا بېلي ټو لنیزې او اقتصادي پروژې پلي کړې دي.

خبریال: اسلم حجاب 

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …